Kabulافغانستانامنیتپښتو

ایران کې دوه افغان کارګر د څاه کیندلو پر مهال مړه شوي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-13 05:33:16🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، دوه افغان کارګر د ایران په سوېل کې د څاه کیندلو پر مهال د ګازنیونې له امله مړه شوي دي. د ایران ایلنا خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه افغانان د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) ماښام د فارس ولایت د کازرون ولسوالۍ د مرکزي برخې په تل‌ګوهک کلي کې مړه شوي دي. د راپور له مخې، لومړی یو کارګر د څاه په ژورو کې ګاز نیولی و او همکار یې د هغه د ژغورلو لپاره ور کښته شوی و چې هغه هم ګاز نیولی او مړه شوي دي. د راپور پر بنسټ، د اوروژنې ځواکونو له ۱۵ ساعتونو وروسته وکولای شول د دواړو مړه شوو کسانو جسدونه له ۸۰ متره ژورې څاه راوباسي؛ په داسې حال کې چې په څاه کې لا هم زهري ګازونه موجود وو او له دېوالونو یې اوبه راوتلې. خو د دغو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-13 05:33:16

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ایران کې دوه افغان کارګر د څاه کیندلو پر مهال مړه شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-13 10:02:08

ایران کې دوه افغان کارګر د څاه کیندلو پر مهال مړه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button