د امریکا د افریقا قوماندانۍ (AFRICOM) مشر ویلي، امریکا د داعش ضد ګډو عملیاتو له بشپړېدو وروسته خپل ډېری ځواکونه له نایجیریا څخه ایستلي دي. هغه زیاته کړې چې اوس د ابوجا په غوښتنه، واشنګټن یوازې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې له دغه هېواد سره همکاري کوي. ځایي چارواکو ویلي، لومړۍ پېښه د ژوب په سیمه کې د باچا خان ښوونځي ته څېرمه په شمس کالونۍ کې رامنځته شوې چې د سختو ورښتونو له امله د دوو خټینو کورونو چتونه پرېوتي. په دغه پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان تر خاورو لاندې شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. بلخوا د خضدار په سیمه کې هم د یو بل کور د نړېدو له امله یو ماشوم مړ او څلور نور ټپیان شوي دي. سیمهییز پولیس او د ژغورنې ډلې وایي، چې ټپیان په بېړني ډول د سیمې نږدې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. سختو بارانونو په بلوچستان کې خلکو ته نه یوازې ځاني؛ بلکې مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې؛ د سختو ورښتونو له امله کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې او په بېلابېلو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده. زمیر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د پوځ د عمومي وضعیت د ارزونې په ناسته کې وویل: «نن زموږ د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې زرمه ورځ ده؛ هغه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
امریکايي ځواکونه د داعش ضد عملیاتو له بشپړېدو وروسته له نایجیریا څخه ووتل
سرچینې
Afghan sources
امریکايي ځواکونه د داعش ضد عملیاتو له بشپړېدو وروسته له نایجیریا څخه ووتل