EconomyEnglishKabulافغانستان

ملا برادر: افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیان لیدلی؛ نړۍوالې مرستې… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-13 07:33:32🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په خپرولو کې ونډه نه لري، خو په پرله‌پسې توګه د اقلیمي بدلونونو له زیانونو سره مخ دی او باید نړۍوالو مالي او تخنیکي مرستو ته عادلانه لاسرسی ولري. نوموړي نن (سې‌شنبه) په کابل کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، تېر کال افغانستان د زلزلو، موسمي سېلابونو، وچکالیو او اقلیمي بدلونونو له امله له سختو ټولنیزو او اقتصادي زیانونو سره مخ شو. هغه زیاته کړه، دغو پېښو د هېواد ملي زېربناوې زیانمنې کړې او خلکو ته یې هم مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د نوموړي په خبره، افغانستان د شین کوریزو ګازونو په خپرولو او د نړۍوال اقلیم په تخریب کې ونډه نه لري، خو د نړۍ، په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو د ګازونو خپرېدو له امله په پرله‌پسې توګه زیان ویني. برادر وویل: «دا د نړۍوال اقلیمي عدالت له اصولو سره هيڅ سمون نه خوري چې د ستونزې په رامنځته کولو کې ونډه ونه لرو، خو درنې او سختې پایلې یې وزغمو او د نورو له امله د رامنځته شوي تخریب بیه پرې کړو.» د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او اړوندو اقلیمي بنسټونو وغوښتل چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه له…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-13 07:33:32

Timeline

  1. Pajhwok

    ملا برادر: افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیان لیدلی؛ نړۍوالې مرستې یې حق دی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-13 12:01:18

ملا برادر: افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیان لیدلی؛ نړۍوالې مرستې یې حق دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button