Developmentافغانستاندریننګرهار

په ننګرهار اوکونړ ولایتونو کې پنځه تنه د تندر د پریوتو له امله ټپیان شویدي

در حال تکمیلDevelopmentننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-13 08:50:34🎙 رادیو را بشنوید

د ننګرهار د والي د ویاند دفتر له لورې رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي تېره شپه د دې ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله پر یوکور تندر لویدلی چې له امله یې دوه تنه ژوبل شوی. همدارنګه یو تندر د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې د بریښنا پر یوه ستنه لګیدلی، چې له امله یې سلګونو کورنو ته دڅه وخت لپاره د بریښنا جریان ځنډیدلی و. پر خبرپاڼه کې راغلي چې د سیلابونو له امله په جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د استوګنې لسګونه کورونه زیانمن شوي اوهمدارنګه سلګونه جریبه کرهڼیزه ځمکه، د میوو باغونه، د لمریزې بریښنا د تولید هندارې(سولر پینلونه) هم ویجاړې او یا زیانمنې شویدي. بلخوا د کونړ ولایت د اطلاعاتو او د کلتور ریاست د اطلاعاتو امر «ضیا الرحمن سپین غر »وایي، د تېرې شپې د اورښتونو له امله د دې ولایت چپې درې د کوړنګل په سیمه کې پر یو کور د تندر پریوتو له امله درې تنه ټپیان شویدي. سپین غر ویلي سیلابونو همدارنګه د ولسي خلکو نهه موټرې او۷موټر سایکلې وړي. ۱۷ هټۍ ، یوه ژرنده او یو جومات یې ویجاړې کړي دي. د هغه پر وینا د یادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د فرعي سړکونو د ویجاړیدو له امله د خلکو او موټرو تګ راتګ هم ځنډیدلی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-13 08:50:34

خط زمانی

  1. Parstoday

    په ننګرهار اوکونړ ولایتونو کې پنځه تنه د تندر د پریوتو له امله ټپیان شویدي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-13 08:41:27

په ننګرهار اوکونړ ولایتونو کې پنځه تنه د تندر د پریوتو له امله ټپیان شویدي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button