د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ د دانه سر په سیمه کې یو مساپر وړونکی بس ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې لږترلږه ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. د مړو شویو کسانو په ډله کې پنځه افغانان هم شامل دي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۱۲مه په تهران کې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره کتلي او خبرې کړې دي. تر دې دمه طالبانو او ایران د دغو خبرو اترو په اړه کوم رسمي جزییات نه دي خپاره کړي. د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر یوازې د پزشکیان او ملا برادر د لیدنې انځورونه له کومو توضیحاتو پرته خپاره کړي دي. د راپورونو له مخې، عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران پخواني مذهبي مشر ته د درناوي په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی دی. تر دې یوه ورځ وړاندې، امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي وو. د طالب چارواکو له حضور سره هممهاله، تهران د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق په ګډون، د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو کوربه هم…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
بلوچستان کې ټرافیکي پېښه؛ د مړو شویو کسانو په ډله کې پنځه افغانان هم شامل دي
سرچینې
Afghan sources
بلوچستان کې ټرافیکي پېښه؛ د مړو شویو کسانو په ډله کې پنځه افغانان هم شامل دي