Economyافغانستانپښتوغور

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی… — Pajhwok

روان خبرEconomyغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-13 09:10:06🎙 راډیو واورئ

فیروزکوه (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د افغانستان د یوه مهم تاریخي اثر «منار جام» څنګ ته پر هریرود سیند د ۹۶ مترو په اوږدوالي او یوه متر په سور یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم ویلي، دغه پل د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په مالي ملاتړ د ۶۳ زره او ۲۳۷ امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. د هغه په خبره، د اسیا د ټولنې پراختیا دفتر د دې پروژې د تخنیکي چارو مسوولیت پر غاړه درلود او د «کاج‌های سنګي» په نوم یوه کورني شرکت یې د جوړولو چارې ترسره کړې دي. زعیم زیاتوي، له دې مخکې د منارجام سیمه کې د پل نشتوالي په تګ راتګ کې د سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې وې. هغه وایي، د دغه پل په جوړېدو سره به په سیمه کې د خلکو تګ راتګ اسانه شي او دغه پل په بېړنیو حالاتو، په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو پر مهال، د منارجام په ښه ساتنه کې هم مهم رول ولوبوي. منارجام د افغانستان له مهمو تاریخي اثارو دی چې د غوریانو د واکمنۍ پر مهال د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند د جام په سیمه کې جوړ شوی…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-13 09:10:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-13 13:39:36

غور کې د «منار جام» څنګ ته د پلي تګ راتګ لپاره نوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button