KabulPoliticsافغانستاندری

لوګر کې د کرکټ شل اوریز ټورنمنټ لومړي پړاو سیالۍ پیل شوې — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-13 18:37:07🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوګر د کرکټ مریت له لوري د «میوند پټرولیم» تر سرلیک لاندې د کرکټ شل اوریز ټورنمنټ لومړی پړاو د یو شمېر ولایتونو د لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په کرکټ لوبغالي کې پیل شوې دي. په جوړو شويو مراسمو کې د لوګر د کرکټ امر حشمت‌الله ستانکزي ویلي، چې په دغه ټورنمنټ کې د لوګر، پکتیا، ننګرهار، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو لوبډلې ګډون لري او سیالۍ به ۱۷ ورځې دوام وکړي. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب‌جان اسلامیار ورزش د سالمې بوختیا لپاره ارزښتناک وباله او ویې ویل، د ویاړ ځای دی، چې ځوانان د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په بېلابېلو برخو کې د هېواد خدمت ته مټې رانغاړي. د دغه ټورنمنټ تنظیموونکي سمیع‌الله احساس دغه سیالۍ د کورني کرکټ د پرمختګ او د ځوانانو او لوبغاړو د هڅونې لپاره مهم ګام وباله. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې د کرکټ په برخه کې دا ډول سیالۍ ترسره کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-13 18:37:07

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لوګر کې د کرکټ شل اوریز ټورنمنټ لومړي پړاو سیالۍ پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-13 16:16:33

لوګر کې د کرکټ شل اوریز ټورنمنټ لومړي پړاو سیالۍ پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button