Summary: د امام ابوحنیفه (رح) پنځم کورنی او نړۍوال نندارتون چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د اوو ورځو لپاره په کابل کې جوړ شوی و؛ نن پای ته ورسېد. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس سيد کريم هاشمي، په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، له حکومتي چارواکو او کورنيو او بهرنیو مېلمنو د هرکلي ترڅنګ؛ د نندارتون د بریالیتوب ترسره کېدو په خاطر د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو او امنيتي ارګانونو د هر اړخيزې همکارۍ مننه وکړه او د نندارتون لاسته راوړنې يې شريکې کړې. هاشمي وويل: "د امام ابوحنیفه (رح) پنځم کورنی او نړۍوال نندارتون د «B2B» او نورو ناستو په بهير کې، د شاوخوا يو ميليارد ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې هوکړه ليکونه او تړونونه لاسليک شوي دي." هغه زياته کړه چې په ياد اووه ورځني نندارتون کې ۳۲۳ کورنيو او بهرنيو شرکتونو په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې خپل محصولات او توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو, چې ښې لاسته راوړنې يې درلودې. دغه راز د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال وويل: "د افغانستان اسلامي امارت په بيا واکمنۍ سره؛ په هېواد کې سراسري امنيت ټينګ شوی دی چې له امله یې اوسمهال افغانستان د اقتصادي ځان بسياينې پر لور ګام اخلي." هغه زياته کړه: "زموږ هدف يوازې د خدماتو وړاندې کول نه دي؛ بلکې موږ هڅه کوو, چې د کورنيو سرچينو او شته ظرفيتونو په کارولو سره، افغانستان له يو مصرفي هېواد څخه په يو تولیدي او صادراتي هېواد بدل کړو." د غونډې په دوام، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي احمدالله زاهد، د هېواد پرمختګونو ته په اشارې وویل: "افغانستان له کلونو وروسته، اوس د امن، پانګونې، ابادۍ او پرمختګ پر لور ګامونه پورته کوي او په تېرو پنځو کلونو کې هره برخه کې موږ د ډېرو پرمختګونو شاهدان يو." د هغه په وينا، د اسلامي امارت له راتګ مخکې، په هېواد کې د فابريکو شمېر شاوخوا ۳۵۰۰ و، خو د پنځو کلونو په تېرېدو سره، دغه شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی دی, چې دا پرمختګ او ځان بسياينې په لاره کې د اسلامي امارت ژمنتيا ښيي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين، ټولو سوداګرو، پانګه والو او صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ, چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دوی ملاتړی دی او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه چې را دې شي او په افغانستان کې په پانګونې سره دې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. همدا رنګه، په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست عليرضا بيکدلي، وويل: "د امام ابوحنيفه (رح) پنځم کورنی او نړۍوال نندارتون، نه يوازې د اقتصادي همکاريو لپاره يو ښه فرصت و؛ بلکې د افغانستان او ايران د خلکو د نږدې والي لپاره يوه ښه زمینه هم وه." هغه زياته کړه: "زموږ له نظره، دغه نندارتون په وروستيو څو کلونو کې د افغانستان تر ټولو بريالی نندارتون و او پکې د بهرنيو شرکتونو له دې جملې ايراني شرکتونو ګډون؛ د دې بريا واضح دليل دی." د مسوولینو د معلوماتو له مخې؛ په ياد اووه ورځني نندارتون کې د بېلابېلو سکټورونو اړوند د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت توکي پلورل شوي او شاوخوا يو ميليون کسانو له نندارتون څخه ليدنه کړې کړې ده. د غونډې په پای کې، د امام ابوحنیفه (رح) د پنځم کورني او نړۍوال نندارتون ملاتړ کوونکو شرکتونو او غرفه لرونکو ته چې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي وو؛ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د امام ابوحنيفه (رح) پنځم کورنی او نړۍوال نندارتون؛ د شاوخوا يو ميليارد ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه او تړونونه لاسليک شوي دي
Sources
Afghan sources
د امام ابوحنيفه (رح) پنځم کورنی او نړۍوال نندارتون؛ د شاوخوا يو ميليارد ډالرو په ارزښت هوکړه ليکونه او تړونونه لاسليک شوي دي