د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، دغه برید د پخوانۍ دښمنۍ پایله ښکاري. د دغه بڼوال په وینا، د تورخم دروازې تړل کېدل پاکستان ته د انارو د صادراتو لاره بنده کړې او هغه ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بڼوال کیسه د هغه ناورین د پایلو انځور وړاندې کوي، چې په تېر یوه کال کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ګډوډه کړې او اغېزې یې له ډیورنډ کرښې تر بڼونو، بازارونو او د کورنیو تر ژوند پورې رسېدلې دي. د ۱۴۰۴ لمریز کال (د تلې پر ۲۰مه) د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله د تورخم دروازه وتړل شوه او د سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډې په لارو کې هم سوداګریز فعالیتونه ګډوډ شول. اټکلونه ښيي، چې له کړکېچ مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځنۍ سوداګرۍ منځنۍ کچه لږ تر لږه ۶.۴۵ مېلیون ډالره وه؛ هغه شمېره چې په کال کې تر ۲.۳ مېلیارد ډالرو اوړي. د یوه کال په تېرېدو سره امنیتي اختلافات لاهم د سوداګرۍ د عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي. په دې موده کې افغانستان د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلهوال برید؛ ۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
منابع
Afghan sources
د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسلهوال برید؛ ۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې