د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، جوزجان کې له خپلو ملاتړو ملایانو سره د غونډې پر مهال ادعا کړې، چې طالب واکمني د بهرنیو پر ځای د دوی مشورې او ملاتړ غواړي. هغه له دغو ملایانو غوښتي، چې له منبرونو د طالب واکمنۍ په ملاتړ خبرې وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یونېسف له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې یې د ښځو، ځوانانو او راستنېدونکو لپاره د کارموندنې او اقتصادي پیاوړتیا طرحې شریکې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د هغه مرستیالانو، په دې ناسته کې د یونېسف د مسلکي زدهکړو له چارواکو کریسټیبل موسوندا او لطفالله لطیف سره پر عملي همکارۍ بحث کړی. د سوداګرۍ خونې مشرتابه په خپلو وړاندیزونو کې د غالیو اوبدلو، لاسي صنایعو، د کوچنیو کاروبارونو مدیریت، او د خوراکي او روغتیايي توکو تولید ته اشاره کړې ده.د یونېسف استازو هم په دې کتنه کې د خصوصي سکټور رول مهم ګڼلی او د کار بازار له اړتیاوو سره سم یې د مسلکي زدهکړو د پروګرامونو پر برابرولو ټینګار کړی. هغوی څرګنده کړه چې د نویو کاري فرصتونو د موندلو لپاره له سوداګریز بنسټ سره ګډ کار اغېزمن تمامېدای شي.د غونډې په دوام، د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د یوه سهامي شرکت رامنځته…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د طالبانو مرستیال وزیر: د بهرنیانو پر ځای له خپلو ملایانو مشورې او ملاتړ غواړو
Sources
Afghan sources
د طالبانو مرستیال وزیر: د بهرنیانو پر ځای له خپلو ملایانو مشورې او ملاتړ غواړو