د افغانستان د سرپرست حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال وویل چې د آب و هوا او موسم د بدلونونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو بهیر باید سیاسي نه شي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتو او د آب و هوا او موسم له بدلونونو اړوندو بنسټونو وغوښتل چې اجازت ورنه کړي سیاسي ملاحظات د موسم د بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو پر هڅو اغېزې وکړي. هغه د طبیعي پېښو د خطرو د کمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یولړ دستورو کې د وینا پر مهال، د آب و هوا د بدلونونو د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو څخه د افغانستان د عادلانه برخې د ترلاسه کولو غوښتنه هم وکړه. ملا برادر ټینګار وکړ چې افغانستان په نړۍ کې د شنو خونو د ګیسو په خپرولو کې د لږې ونډې پر لرلو سربېره، د موسم د بدلونونو له پایلو، په تیره بیا د سترو صنعتي هېوادونو د فعالیتونو له امله، زیان ویني. هغه زیاته کړه چې دا وضعیت د اقلیمي عدالت له اصولو سره سمون نه لري او د نړۍ د اقلیم د ساتنې په برخې کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د آب وهوا بدلونونو له امله زیانمنو شویو خلکو سره مرستې باید سیاسي نه شي
منابع
External sources
د آب وهوا بدلونونو له امله زیانمنو شویو خلکو سره مرستې باید سیاسي نه شي