HealthKabulافغانستاندری

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوو کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-14 07:25:00🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، اوکرایني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر پلازمېنه کی‌یف د روسیې په توغندیز برید کې دوو کسان وژل شوي، ۲۱ نور ټپیان دي او د حرارتي برېښنا یو مرکز هم په نښه شوی دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه برید پرون (سې‌شنبه) شوی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کی‌یف دویم برید و؛ هغه برید چې د اوکرایني چارواکو په وینا، لوېدیځو متحدینو یې مخکې له مخکې خبرداری نه و ورکړی. د کی‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ په یاد برید کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی. ده ویلي چې له برید وروسته د ودانۍ په ځینو برخو کې اور ولګېد او ژغورونکې ډلې د اور د مهارولو او د اوسېدونکو د ایستلو لپاره لاس په کار شوې. په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې د برید اصلي موخه د انرژۍ زېربناوې، په ځانګړې توګه د حرارتي برېښنا څلورم مرکز و. هغه ادعا کړې چې د اوکراین د استخباراتي معلوماتو له مخې، روسیه په بالستیک توغندیو د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي. زېلنسکي د توغندیزو بریدونو په اړه له مخکې د خبرداري نه ورکولو له امله د اوکراین پر لوېدیځو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-14 07:25:00

خط زمانی

  1. Pajhwok

    پر اوکراین د روسیې برید؛ دوو کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 11:52:03

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوو کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button