کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، اوکرایني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر پلازمېنه کییف د روسیې په توغندیز برید کې دوو کسان وژل شوي، ۲۱ نور ټپیان دي او د حرارتي برېښنا یو مرکز هم په نښه شوی دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه برید پرون (سېشنبه) شوی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کییف دویم برید و؛ هغه برید چې د اوکرایني چارواکو په وینا، لوېدیځو متحدینو یې مخکې له مخکې خبرداری نه و ورکړی. د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې پر یوې نهه پوړیزې ودانۍ په یاد برید کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د څلورو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی. ده ویلي چې له برید وروسته د ودانۍ په ځینو برخو کې اور ولګېد او ژغورونکې ډلې د اور د مهارولو او د اوسېدونکو د ایستلو لپاره لاس په کار شوې. په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې د برید اصلي موخه د انرژۍ زېربناوې، په ځانګړې توګه د حرارتي برېښنا څلورم مرکز و. هغه ادعا کړې چې د اوکراین د استخباراتي معلوماتو له مخې، روسیه په بالستیک توغندیو د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي. زېلنسکي د توغندیزو بریدونو په اړه له مخکې د خبرداري نه ورکولو له امله د اوکراین پر لوېدیځو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
پر اوکراین د روسیې برید؛ دوو کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي
Sources
Afghan sources
پر اوکراین د روسیې برید؛ دوو کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي