KabulPoliticsافغانستانپښتو

د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 07:32:21🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د کابل ښار د شیخ زاید ښارګوټي د اوسېدونکو استازی وایي، د دغه ښارګوټي د ۵۲۱ اپارتمانونو مالکان د قسطونو د نه بشپړېدو له امله د خپلو کورونو د بېرته اخیستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د کورونو تر تخلیې مخکې د پاتې قسطونو د تحویلۍ لپاره یو وروستی فرصت ورکړي. خو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي چې د یادو اپارتمانونو مالکانو ته د پاتې قسطونو د تحویلولو لپاره څو ځلې خبرداری او د لس سلنې تخفیف وړاندیز شوی و، خو هغوی خپل قسطونه نه دي تحویل کړي او اوس مکلف دي چې اپارتمانونه تخلیه کړي. د شیخ زاید ښارګوټي د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د قصبې په سیمه کې موقعیت لري. د دغه ښارګوټي د بنسټ ډبره په ۱۳۹۲ لمریز کال کې کېښودل شوه او د متحده عربي اماراتو په مالي مرسته جوړ شو. د کور او ښارجوړولو وزارت د معلوماتو له مخې دغه ښارګوټی په ۱۳۹۷ کال کې پرانیستل شو او اپارتمانونه یې د تېر حکومت له خوا پر خلکو په قسطونو وپلورل شول. د یاد ښارګوټي د اوسېدونکو استازي مبشر اعظم پژواک ته وویل، د ښار او کور جوړولو وزارت د هغو ۵۲۱ اپارتمانونو د بېرته اخیستو پرېکړه کړې چې مالکینو یې تر اوسه د خپلو کورونو له ټاکل شویو قسطونو ۵۰…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 07:32:21

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت غواړي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 12:00:46

د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت غواړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button