په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د صنعت او کانونو په برخو کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې، د ایراني پانګوالو د عملي همکاریو پر پیاوړتیا او په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو هم بحث شوی دی. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د صنعت مرستیال خان محمد خان د افغانستان د صنعت او کانونو په برخو کې شته فرصتونه مهم بللي او له ایراني پانګوالو یې غوښتي چې په دغو برخو کې عملي پانګونه وکړي. نوموړي ویلي، په افغانستان کې د صنعت د ودې او د خامو معدني موادو د پروسس لپاره د مناسبو فرصتونو له شتون سره، له سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران سره د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې لپاره پراخ امکانات موجود دي. بل لور ته، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بیکدلي ویلي، ایراني پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي برخو کې فعالیت ته مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا لري. نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ایران چمتووالی څرګند کړی دی. د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
افغانستان او ایران د ګډې پانګونې پراخ فرصتونه لري