د جلالاباد د انګور باغ سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، له تېرو دوو ورځو راهيسې طالبانو په انګور باغ سیمه کې خلک په زوره له کورونو اېستلي او ځینو ته یې خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره کورونه خالي کړي. د راپور له مخې، د نورستان، بدخشان، دایکنډي، بامیان او غور په څېر ولایتونو کې واوره او سخته یخني خلک له بازارونو، روغتیايي مرکزونو او بشري مرستو جلا کوي. د ارزول شویو سیمو ۳۶ سلنه اوسېدونکو ویلي، چې د واورې په موسم کې په تګراتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.راپور کاږي، ګڼې کورنۍ د ژمي پرمهال پر هغه خوړو تکیه کوي چې د حاصلاتو له موسم وروسته یې زېرمه کړي وي؛ خو د خوړو د ساتنې کمزوري امکانات د دې لامل کېږي، چې خوراکي توکي ژر خوسا یا ختم شي.په راپور کې راغلي، له همدې امله کورنۍ اړ اېستل کېږي چې د ژمي په موسم کې کله چې د خوړو بیې لوړې او کاري فرصتونه محدود وي له بازارونو خوراکي توکي وپېري.د «ریچ» د معلوماتو له مخې، ۵۶ سلنه کورنیو د خوړو او اوبو د ساتنې ستونزې یادې کړې دي. په دې ډله کې ۲۶ سلنه کسانو ویلي، چې خوراکي توکي یې ژر خوسا کېږي او ۲۲ سلنه د خوراکي توکو د ساتنې مناسب لوښي نهلري.راپور ښيي، چې د خوړو لوړو بیو او د ژمي پرمهال د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي
منابع
Afghan sources
د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي