Economyافغانستانپښتو

د پاکستان د لارو تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 10:26:22🎙 راډیو واورئ

د افغان رسندویو له راپور سره سم یو شمېر افغان سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د نږدې یو کال تړل کېدو له امله له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي، صادرات یې کم شوي او ګڼ کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي. راپور زیاتوي چي سوداګر اړ شوي چې د توکو د لېږد لپاره د ایران په ګډون له بدیلو لارو کار واخلي، خو دې کار د لېږد وخت او لګښتونه زیات کړي دي. د سوداګرو په وینا، هند ته د توکو د لېږد موده له ۱۰ تر ۱۵ ورځو څخه شاوخوا دوو میاشتو ته رسېدلې او لګښتونه هم په څرګند ډول لوړ شوي دي. اقتصادي کارپوهان د دې ستونزې د کمولو لپاره د افغانستان د کورنیو تولیداتو پر پراختیا، د ترانزیټي لارو پر متنوع کولو او د سیمې د اوسپنې پټلۍ له شبکو سره پر نښلېدو ټینګار کوي. دوی وايي، د سوداګرۍ د دوام لپاره باید سیاسي اختلافات له اقتصادي اړیکو جلا وساتل شي. پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر ۱۲مه، د دواړو لورو ترمنځ له نښتو وروسته، له افغانستان سره سوداګریزې او تګ راتګ لارې وتړلې.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 10:26:22

مهالوېش

  1. Parstoday

    د پاکستان د لارو تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-14 10:21:21

د پاکستان د لارو تړل کېدو افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button