کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي وایي، اسلامي امارت جګړه نه غواړي، خو که مجبور شي «داسې اقدام به وکړي چې ټول لوري به حیران شي»؛ هغه همداراز ویلي چې له پاکستان سره تړلې لارې به تر هغو نه پرانیستل کېږي، څو دغه هېواد د افغانانو غوښتنې ونه مني. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي لغمان کې د خبریالانو فکري، عقیدوي، او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د امکان ترحده په جګړه کې ښکیل نه شي. هغه وایي چې اسلامي امارت په نظامي برخه کې ستر پرمختګونه کړي دي. فراهي زیاتوي: «موږ جنګ نه غواړو، خو که مجبور شو داسې اقدام به وکړو چې ټول لوري به حیران شي.» هغه له پاکستان سره د افغانستان د تړلو لارو په اړه ویلي چې تر هغه به دغه لارې نه پرانیستل کیږي، څو پاکستان د افغانانو غوښتنې ونه مني. د خپرونو چارو معین زیاتوي: «د پاکستان پوځي رژيم په ډېرې بې شرمۍ سره شرم لروونکي افعال ترسره کوي او د اسلامي امارت پرمختګونه نه شي زغملی… جنګ د هېچا په ګټه نه دی او اسلامي امارت جنګ نه غواړي، که بيا هم پر موږ څوک یرغل کوي، موږ دا خپل مکلفيت ګڼو چې خپله دفاع وکړو او هر چاته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
فراهي: موږ جنګ نه غواړو، خو که مجبور شو داسې اقدام به وکړو چې ټول لوري به حیران شي
سرچینې
Afghan sources
فراهي: موږ جنګ نه غواړو، خو که مجبور شو داسې اقدام به وکړو چې ټول لوري به حیران شي