EnglishHealthKabulافغانستان

فرانسه کې سایبري برید؛ د سلګونو سوپرمارکېټونو یخچالونه تر ۵۰ درجو ګرم شوي… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-14 15:57:13🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): په فرانسه کې هیکرانو د سلګونو سوپرمارکېټونو د یخچالونو او کنګل‌کوونکو وسایلو د کنټرول سیسټمونو ته له لرې لاسرسی موندلی او تودوخه یې تر ۵۰ درجې سانتي‌ګراد پورې لوړه کړې او له امله یې په پراخه کچه خوراکي توکي خراب شوي او په ځینو پلورنځیو کې اورونه هم لګېدلي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه سایبري برید د فرانسې د یو شمېر سترو پرچون پلورنځیو د سړولو سیسټمونه اغېزمن کړي دي. د پاریس څارنوالۍ دا پېښه یو «په پراخه کچه سایبري برید» بللی او ویلي یې دي چې د انټرنېټ له لارې کنټرولېدونکي یخچالونه په نښه شوي دي. د «لې موسکېتېر» (Les Mousquetaires) شرکت، چې د «انټرمارشې» (Intermarché) د پلورنځیو شبکه هم ورسره تړلې ده، ویلي چې د دوی شاوخوا ۱۵۰ پلورنځي اغېزمن شوي وو او د ځینو یخچالونو تودوخه د څو ساعتونو لپاره تر ۵۰ درجو سانتي‌ګراد پورې لوړه شوې وه. شرکت ویلي، د روغتیايي خطرونو د مخنیوي لپاره یې هغه خوراکي توکي له منځه وړي چې د یخچالونو د تودوخې د لوړېدو له امله د خرابېدو احتمال یې موجود و. د فرانسې لومړي وزیر د دغه هېواد د معلوماتي سیسټمونو د امنیت ملي ادارې (ANSSI) ته د پېښې د څېړلو سپارښتنه کړې ده. د فرانسې د سایبري امنیت د بېړني غبرګون ادارې «سېرټ–فرانس» (CERT-FR) هم خبرداری ورکړی چې د یخچالونو د لرې کنټرول…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-14 15:57:13

Timeline

  1. Pajhwok

    فرانسه کې سایبري برید؛ د سلګونو سوپرمارکېټونو یخچالونه تر ۵۰ درجو ګرم شوي او په ځینو کې اور لګېدلی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 20:23:24

فرانسه کې سایبري برید؛ د سلګونو سوپرمارکېټونو یخچالونه تر ۵۰ درجو ګرم شوي او په ځینو کې اور لګېدلی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button