DevelopmentKabulافغانستانپښتو

کابل؛ په استالف کې «د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 18:38:29🎙 راډیو واورئ

Summary: د کابل ولايت په استالف ولسوالۍ کې نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ تر سرليک لاندې ولسي غونډه ترسره کړه، چې په کې د مسوولینو تر څنګ د يادې ولسوالۍ ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو برخه اخيستې وه. يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه، چې له نظام سره به خپلو هر اړخيزو همکاريو ته دوام ورکړي. ديني عالمانو همدارنګه څرګنده کړه، چې د اسلام په سپېڅلي دين کې په يووالي او ورورولۍ ټينګار شوی او د مسلمانانو ترمنځ له هر ډول تعصب څخه منعه راغلې ده. د استالف ولسوالۍ قومي مشرانو همداراز خپلې ستونزې له مسوولینو سره شريکې کړې او د يادې ولسوالۍ د اب ګردان بند جوړولو، برېښنايي او مخابراتي خدمتونو د ښه کېدو غوښتنې هم وکړې. ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولينو هم په ياده غونډه کې د اسلامي نظام او مسلمانانو ترمنځ د ورورلۍ په ارزښت خبرې وکړې او اوسنی اسلامي نظام يې د افغان ولس د لسګونو کلونو د قربانيو او سرښندنو پايله وبلله. مسوولینو د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به يې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي. د يادونې وړ ده، چې د دغه وزارت له لوري تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې ورته ولسي غونډې ترسره شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 18:38:29

مهالوېش

  1. Bakhtar

    کابل؛ په استالف کې «د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه» ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-14 13:19:26

کابل؛ په استالف کې «د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه» ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button