افغانستانامنیتپښتو

بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان: د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 22:21:02🎙 راډیو واورئ

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د جبري ستنولو په اړه له طالبانو سره د فرانسې د تخنیکي خبرو اترو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي. اندېشه د چهارشنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرایوي کمېټې په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې ویلي چې نږدې اته میلیونه افغانان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي او ډېری یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده وتلي دي. نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ افغان کډوال په زور خپل هېواد ته ستانه کړل شوي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین او د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دی. اندېشه ټینګار کړی چې په زور د کډوالو ستنول د ستونزې د حل لار نه ده، بلکې د بشري بحران د اوږدېدو او پراخېدو لامل کېږي. هغه ویلي: «هغه ستنېدل چې له زور او د انساني کرامت له تر پښو لاندې کولو سره مل وي، د حل لار نه ده، بلکې د بحران ځنډول او پراخول دي». د افغانستان د دایمي استازولۍ مشر خبرداری ورکړی چې د کډوالو د ستنولو سیاستونه باید د طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» د عادي کولو او په اروپايي پلازمېنو کې د دغې…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 22:21:02

مهالوېش

  1. AF International

    بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان: د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-14 20:42:41

بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان: د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button