کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال سره د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. دغه وزارت پرون (چهارشنبه) پر اېکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمدیونس اخندزاده له خپل مل پلاوي سره د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت له مرستیال محمدابراهیم سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د انرژۍ په سکټور کې د شته فرصتونو، په ځانګړې توګه د لمریزې او بادي برېښنا برخو کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو همکاریو د پیل په اړه خبرې کړې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، اخندزاده د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او د دغه وزارت تخنیکي مسوولین افغانستان ته بللي دي. د خبرپاڼې له مخې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال له دې بلنې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه وزارت مسوولین او تخنیکي ډله افغانستان ته سفر وکړي، څو شته فرصتونه وارزوي او د عملي لارو چارو او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
افغان او سعودي چارواکي د لمریزې او بادي برېښنا برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي
منابع
Afghan sources
افغان او سعودي چارواکي د لمریزې او بادي برېښنا برخه کې د همکاریو پر پراختیا غږېدلي