EnglishHealthKabulافغانستان

کندهار کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-15 06:09:33🎙 Listen to radio

کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ۵۸۰ بس او ټېلر موټرو ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن پنجشنبه سهار شاوخوا څلورنیمې بجې د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار شوې ده. هغه زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. سرچینې د پېښې د څرنګوالي او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورنه کړل. دا په داسې حال کې ده چې نن په پکتیا کې هم د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د یادونې ده، پر لویو لارو ترافیکي پېښې ډېری وخت د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ، د ترافیکي اصولو نه مراعتولو او له حده د زیات سرعت له امله رامنځته کېږي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-15 06:09:33

Timeline

  1. Pajhwok

    کندهار کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 10:39:09

کندهار کې ترافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button