Politicsافغانستانپښتوخوست

په میدان وردګو کې مجاهد موزیم رسما پرانیستل شو — Bakhtar

روان خبرPoliticsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 06:42:11🎙 راډیو واورئ

Summary: د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شېراحمد حقاني او د جهادي اثارو د ساتنې او ثبت برخې د مسوولینو په حضور کې رسما پرانیستل شو. د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد ویلي چې یاد موزیم څلور کاله وړاندې جوړ شوی و او تر اوسه پکې ۲۶۱ نظامي او شاوخوا ۲۵۰ تاریخي اثار راټول کړل شوي دي.نوموړي زیاته کړې، هڅې روانې دي، چې د جهادي او تاریخي اثارو د راټولولو، ثبت او ساتنې له لارې د دغه موزیم زېرمه لا بډایه شي، څو مهم تاریخي اسناد او یادګارونه خوندي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.د اطلاعاتو او کتلور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د موزیم د رسمي پرانیستې پر مهال د تاریخي او جهادي اثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او د دغه موزیم د لا بډاینې او پرمختګ په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي ویلي چې د جهادي اثارو عمومي ریاست پلان لري، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د جهادي اثارو موزیمونه جوړ کړي. د نوموړي په وینا، د دغه پلان له مخې به په ټول هېواد کې اووه لویې جهادي کتاب خونې او موزیمونه هم جوړ شي، څو تاریخي اسناد او اثار په منظم ډول ثبت او خوندي وساتل شي.د یادونې وړ ده، چې مجاهد موزیم د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست په ودانۍ کې موقعیت لري او د نظامي او تاریخي اثارو د ساتنې ترڅنګ، د هېواد د تېر تاریخ اړوند د مهمو یادګارونو د نندارې ځای هم دی.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 06:42:11

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په میدان وردګو کې مجاهد موزیم رسما پرانیستل شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-15 05:03:12

په میدان وردګو کې مجاهد موزیم رسما پرانیستل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button