Summary: هلمند پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له پراختیایي بودېجې څخه د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل شوې دي. په جوړیو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم وویل:«هلمند چې یو جنګ ځپلی ولایت دی دا لا زیات خدمت ته اړتیا لري ځکه په دغه ولایت کې داسې جنګونه تېر شوي، چې هر څه یې پکې له منځه تللي او اوس بیا له سره بیارغونې ته اړتیا لري.»نوموړي زیاته کړې، چې دغه روغتون کي به یوازي د ناروغانو درملنه نه کېږي بلکې؛ له دې روغتون څخه به روزل شوي ډاکتران د هلمند ولایت هرې ولسوالۍ ته ځي او هلته به په لوړه کچه او معیاري توګه روغتیایي خدمات وړاندې کوي ترڅو زموږ ولسونه نور د روغتیا په برخه کي له ستونزو سره مخ نه شي ده له جوړېدونکي شرکت څخه وغوښتل چې خپلې چارې په معیاري ډول او تعین شوي وخت کې بشپړې کړي.د هلمند والي ښاغلي مولوي امان الدین منصور وویل زموږ د افغانستان پر ټول ملت دا غږ دی، چې یو موټی شي، د دښمن تبلیغاتو ته غوږ و نه نیسي او د هېواد د بیارغونې لپاره یو د بل سره همکاري وکړي.د هلمند پوهنتون رئیس مفتي شریف الله ابواحمد وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو د پیل څخه دا وعده کړې وه، چې د خپل هېواد د ازادۍ او جوړونې لپاره به کار کوي چې الحمدلله مسوولین خپلو وعدو ته ژمن دي، تاسو وینئ! چې د هرې ورځې په تېرېدلو سره د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بیارغونې چارې روانې او یا هم پیل کېږي.د یادونې وړ ده، چې د دغه ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو دا پروژه د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې منظور شوې وه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
هلمند کې د ۲۰۰ بستریز کادري روغتون د جوړولو چارې پیل شوې