KabulPoliticsافغانستاندری

خیبر پښتونخوا کې د یوه ښوونځي د چت لوېدو پېښه؛ یوه ښوونکې او… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-15 07:33:22🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پېښور ښار په دیر کالونۍ سیمه کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت لوېدو پېښه کې یوه ښوونکې او لږ تر لږه ۲۸ زده‌کوونکي مړه او ګڼ نور زده‌کوونکي ټپیان شوي دي. جیونیوز راپور ورکړی چې د پېښور ښار په دیر کالونۍ کې نن (پنجشنبې) د یوه خصوصي ښوونځي چت لوېدلی دی. سرچینې په پښور ښار کې د لېډي ریډینګ روغتون (LRH) ادارې له قوله لیکلي چې دغه روغتون ته د ۲۸ ماشومانو جسدونه وروړل شوي دي. د روغتون ادارې زیاته کړې چې په دې پېښه کې ګڼ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي. د لېډي ریډینګ روغتون ادارې ویلي چې د یوې ښوونکې جسد هم له پېښې وروسته روغتون ته ور وړل شوی دی. د ژغورنې ادارې مسوولینو ویلي چې یو شمېر ماشومان د نړېدلي چت تر خاورو او خځلو لاندې بند پاتې دي. د ژغورنې ادارو په خبره، د ژغورنې عملیات پیل شوي او هڅه کېږي تر خاورو لاندې بند پاتې ماشومان او د ښوونځي کارکوونکي راوباسي. د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف په پېښور کې د ښوونځي د چت نړېدو له امله د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده. هغه چارواکو ته لارښوونه کړې چې ټپیانو ته د درملنې ټولې شونې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ښوونځي د چت نړېدو سیمه…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-15 07:33:22

خط زمانی

  1. Pajhwok

    خیبر پښتونخوا کې د یوه ښوونځي د چت لوېدو پېښه؛ یوه ښوونکې او لږ تر لږه ۲۸ زده‌کوونکي مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 12:02:21

خیبر پښتونخوا کې د یوه ښوونځي د چت لوېدو پېښه؛ یوه ښوونکې او لږ تر لږه ۲۸ زده‌کوونکي مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button