EconomyKabulافغانستاندری

له پېښو سره د مبارزې ادارې لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-15 09:27:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې لومړیتوبونه د تمویلوونکو، ملګرو ملتونو، نړۍوالو موسسو او پراختیايي شریکانو له استازو سره شریک شوي دي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دغه لومړیتوبونه نن (پنجشنبه) د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو د شریکولو په پنځمه غونډه کې وړاندې شول. سرچینې لیکلي چې د هېواد په کچه د استنادي دېوالونو جوړول، له پېښو د مخکنۍ خبرتیا سیسټمونو رامنځته کول، له ماینونو او چاودېدونکو توکو د سیمو پاکول، د عامه پوهاوي لوړول، د پېښو پر مهال د لومړنیو مرستو رسول او د پېښو مدیریت په دغو لومړیتوبونو کې شامل دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه لومړیتوبونه د افغانستان د اقلیمي او موسمي وضعیت پر بنسټ ټاکل شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د هېواد له اړتیاوو سره سمې تنظیم او همغږې شي. سرچینې د تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو د استازو له قوله لیکلي چې د دغو لومړیتوبونو شریکول به له دوی سره مرسته وکړي، څو خپلې راتلونکې همکارۍ د افغانستان له اړتیاوو سره برابرې کړي، د پېښو له ګواښ سره مخ د خلکو ژوند خوندي کړي او زیانمن شوو کسانو ته پر وخت مرستې ورسوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-15 09:27:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    له پېښو سره د مبارزې ادارې لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره شریک شول

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 13:56:18

له پېښو سره د مبارزې ادارې لومړیتوبونه له تمویلوونکو او نړۍوالو موسسو سره شریک شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button