Kabulافغانستانامنیتپښتو

افغانستان؛ په دوو ترافيکي پيښو کي ۱۱ کسان مړه سوي — Dw

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 12:16:35🎙 راډیو واورئ

د طالبانو ادارې چارواکو ویلي دي چي د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ په سیمه کي یو ۴۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی. په کندهار د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي اسدالله جمشېد، کورنیو رسنیو ته ویلي دي چي په دې پېښه کي د بس پنځه سپرلۍ مړه سوي او ۱۶ نور ټپیان سوي دي. ټپیان د درملني له پاره روغتون ته لېږدول سوي دي. د کابل-هرات پر لویه لار چي په کندهار ولایت کي تېرېږي، وخت ناوخت مرګوني ترافیکي پېښي رامنځته کېږي چي ډېر وختونه درنه مرګ ژوبله لري. په همدې حال کي، باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی دی چي د کابل شمال ته د پروان ولایت په شینوار ولسوالۍ کي هم یوه ترافیکي پېښه سوې ده. د راپور له مخې، یو «سراچه» ډوله موټر سیند ته لوېدلی دی. باختر د پروان د امنیې قوماندانۍ د ویاند له قوله ویلي دي چي په دې پېښه کي شپږ کسان مړه سوي دي. افغانستان هر کال د ګڼو مرګونو ترافیکي پېښو شاهد وي. د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټرو زړښت د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 12:16:35

مهالوېش

  1. Dw

    افغانستان؛ په دوو ترافيکي پيښو کي ۱۱ کسان مړه سوي

سرچینې

External sources

DwPS
2026-10-15 12:11:21

افغانستان؛ په دوو ترافيکي پيښو کي ۱۱ کسان مړه سوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button