EnglishKabulPoliticsافغانستان

سعودي د اسلامي ارزښتونو خلاف څرګندونو په تړاو د یوه سریلانکایي د اعدام… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-15 14:23:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان سترې محکمې د اسلامي ارزښتونو خلاف څرګندونو په تړاو د یوه سریلانکایي وګړي د اعدام حکم لغوه کړی، خو قضیه یې لا پای ته نه ده رسېدلې او د بیا څېړنې لپاره لومړنۍ محکمې ته استول کېږي. د سریلانکا «دې مارنینګ» ورځپاڼې نن (پنج‌شنبه) راپور ورکړی چې د سعودي عربستان سترې محکمې د انوجن سیواراسا (Anojan Sivarasa) په نوم د یوه سریلانکایي وګړي د اعدام حکم او د پنځو کلونو بند پخوانۍ سزا دواړه لغوه کړي دي. د راپور له مخې، د سریلانکا د پارلمان غړي محمد فیصر مصطفی (Mohamed Faiszer Musthapha)، چې د سیواراسا د قضیې د تعقیب لپاره سعودي عربستان ته د تللي حقوقي پلاوي غړی هم و، ویلي چې د نوموړي قضیه به بېرته لومړنۍ محکمې ته واستول شي او هلته به له سره وڅېړل شي. هغه څرګنده کړې چې د سترې محکمې دا پرېکړه د سیواراسا د خوشې کېدو په معنا نه ده او د قضیې حقوقي بهیر لا هم دوام لري. د سریلانکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ارون هیماچندرا ویلي چې د سعودي عربستان سترې محکمې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه د سیواراسا د اعدام حکم لغوه کړی او دا پرېکړه د سریلانکا د حکومت د دوامدارو ډیپلوماټیکو او حقوقي هڅو په پایله کې شوې ده. بل‌خوا، د بشري حقونو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-15 14:23:17

Timeline

  1. Pajhwok

    سعودي د اسلامي ارزښتونو خلاف څرګندونو په تړاو د یوه سریلانکایي د اعدام حکم لغوه کړ؛ قضیه یې بیا څېړل کېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 18:52:23

سعودي د اسلامي ارزښتونو خلاف څرګندونو په تړاو د یوه سریلانکایي د اعدام حکم لغوه کړ؛ قضیه یې بیا څېړل کېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button