HealthKabulافغانستاندری

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-15 17:57:14🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د لوږې پر ضد د مبارزې سازمان وایي چې په افغانستان کې د ماشومانو ترمنځ خوارځواکي د زیاتېدو په حال کې ده او اټکل کیږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به څه باندې څلور میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. دغو بنسټونو په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د بېړنیو او دوامدارو مالي مرستو غوښتنه کړې ده. د دواړو سازمانونو د ګډې خبرپاڼې له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا یو میلیون او ۹۰ زره ماشومان له شدیدې حاد خوارځواکۍ او نږدې درې میلیونه نور ماشومان د منځنۍ کچې له حاد خوارځواکۍ سره مخ شي. یونیسف او د لوږې پر ضد د مبارزې سازمان دغه راز اټکل کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به د هغو ولایتونو شمېر چې د خوارځواکۍ له سخت وضعیت سره مخ دي، ۱۴ ته ورسېږي او نږدې یو میلیون او ۳۰۰ زره امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به هم له خوارځواکۍ سره مخ شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-15 17:57:14

خط زمانی

  1. Pajhwok

    دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 22:26:53

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button