EnglishKabulافغانستانامنیت

د برېتانیا ځانګړی استازی: یوازې خبرې بسنه نه کوي طالبان دې عملي اقدامات… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-15 22:26:53🎙 Listen to radio

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، کابل ته یې د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو غوښتي چې یوازې خبرې بسنه نه کوي، بلکې طالبان باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي کړي، سیمه‌ییز امنیتي ګواښونه مهار کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د کورنیو چارو وزارت د ټولو برخو استازو ته د «شُرطې قانون» د تشرېح او لارښودېزه غونډه کې وویل، په دغه نوي قانون کې د ټولو دندې مشخصې شوې دي. حقاني وویل: «دغه قانون چې په رسمي جریده کې نشر شوی، موږ پر دې مکلف شو. د هر چا دنده معلومه شوه». طالبانو په دې وروستیو کې د پولیسو نوم په شُرطه بدل کړی دی او د پولیسو قانون د شُرطې د قانوم په نوم یادوي. هغه خبرداری ورکړ، چې د دغه قانون سرغړونکي ته به «لازمه» سزا ورکړل شي او زیاته یې کړه: «له نن څخه وروسته که چا له دغه قانون څخه تخلف وکړ، موږ به یې د اګاهۍ او تنبیې لپاره خامخا پرې یو غږ وکړو، خو که بیا تکرار شو بیا نو هر مافوق مسوول مکلف دی، چې د دغه قانون د نه‌عملي کولو له امله د قانون مطابق لازمه جزا ورکړي». طالبانو د پولیسو چې دوی…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-15 22:26:53

Timeline

  1. AF International

    د برېتانیا ځانګړی استازی: یوازې خبرې بسنه نه کوي طالبان دې عملي اقدامات وکړي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-15 20:22:01

د برېتانیا ځانګړی استازی: یوازې خبرې بسنه نه کوي طالبان دې عملي اقدامات وکړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button