کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان شوي دي. د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه د سوېلي وزیرستان په توی خوله سیمه کې شوې او په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د راپور له مخې چې ټپیان د درملنې لپاره د واڼه مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. سرچینې د پولیسو له قوله د پېښې د قربانیانو شمېر خپور کړی، خو د هاوان مرمۍ د توغېدو لوری او د پېښې څرنګوالی په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-16 05:55:01
خط زمانی
-
Pajhwok
سوېلي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړی
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-10-16 10:22:50
سوېلي وزیرستان کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړی