افغانستانامنیتپښتوکندهار

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی د کندهار په جهادي مدرسه کي وینا وکړه — Bakhtar

روان خبرSecurityکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-16 06:52:08🎙 راډیو واورئ

Summary: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی پرون د کندهار په جهادي مدرسه کي د وینا پرمهال ويلي:«علم د اللّٰه جل جلاله صفت دی، څوک چې علم حاصلوي، هغه اللّٰه جل جلاله ته نژدې کېږي، په علم سره د انسان کمال راځي، انبیاء علیهم السلام چې اللّٰه جل جلاله دنیا ته رالېږلي دي، هغوی ته یې علم ورکړی او جامعې ته يې د خلکو د تکمیل او اصلاح لپاره راولېږل.» د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی همدارنګه وویل: «اللّٰه پاک چې یو چاته د خیر اراده وکړي، نو اللّٰه تعالی یې د خیر په کار کې مصروف کړي او د دین پوهه ورکړي او تاسو اللّٰه په خیر کې مصروف کړي یاست، اللّٰه پاک تاسو ته د خیر اراده کړې ده چې اللّٰه جل جلاله په علم او دیني زده کړو کې مصروف کړي یاست، د اللّٰه تعالی شکر ادا کوئ، ځکه د دیني علم زده کړه جهاد في سبیل اللّٰه دی او دا د اللّٰه پاک یو خوښ صفت دی چې په چا کې یې پیدا کوي.» هغه زياته کړې، چې تعلیم او تربیه او د علم زده کړه فرض او ضروري ده، د دې لپاره چې فسادونه ورک شي او اصلاح راشي، پر خلکو او پر علماء کرامو واجب دی چې، د تعلیم او تعلم او د دیني زده کړو سلسله جاري وساتي چې په دې طریقې سره به دین پاته وي. هغه جناب زیاته کړې: «علماء کرام د انبیاء کرامو وارثین دي، د اللّٰه پاک حکمونه، فیصلې او شریعت د علماء کرامو له لارې څخه راځي او د خلکو اصلاح په علماء کرامو سره کیږي، کوښښ وکړئ نیتونه اصلاح کړئ او علم په دې نیت حاصل کړئ چې د اللّٰه تعالی دین وپیژنئ او وروسته د اللّٰه پاک په دین عمل وکړئ، په علم کې د دنیا غرض مه نیسئ، د دې لپاره علم مه کوئ چې یو څوک تاته په دنیا کې قدر او عزت درکړي او یا یو منصب په پیدا کړئ، علم د دنیا لپاره مصرف نه کړئ، کوم فضیلت او شرف چې اللّٰه پاک د عالم لپاره ذکر کړی دی، دا هغه علم دی چې د عمل لپاره دی او په علم کې د دې نیت وکړئ چې کوم علم تاسو ته حاصل سو، تاسو به یې نورو ته رسوئ، علم ستاسو پر ذمه باندې یو امانت دی، علم مه پټوئ، د دین مسئله مه پټوئ، په هر حالت کې تاسو د دین مسائل بیانوئ.» عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی همدارنګه طالبانو ته په خطاب کې ويلي:«درسونه مه پریږدئ، د علم د زیادت کوښښ کوئ چې علم مو زیات سي، د بل چا څخه د علم په حاصلولو کې کبر او لويې ونه کړئ، په علم کې بُخل ونه کړئ، نورو ته فايده رسوئ، کله چې فارغه شئ ستاسو لپاره ښه زمینه د فقهي مجلسونو برابره شوې ده شرکت پکې کوئ، په یادو مجالسو کې به ستاسو د علم څخه یو څوک ګټه واخلي او یا به تاسو د یو چا د علم څخه ګټه واخلئ، د علم په مجلسونو کې کښېنئ، تاسو ته ګټه رسوي، دنیايي منصبونه په فکر کې مه راولئ، نن د امتحان زمانه ده، ډير احتیاط کوئ، د خپلو استادانو سره ادب کوئ، دوی ته د پلار په نظر، بلکې تر پلار لا هم په لوړ نظر ګورئ، استاذان ستاسو پلرونه دي، بلکې ستاسو تر پلرونو یې هم درجه لوړه ده، د استاذانو احترام ولرئ، دوی ستاسو روحاني پلرونه دي، ستاسو روحاني تربیه کوي، کبر مه کوئ، متکبرینو ته اللّٰه پاک علم نه ورکوي، په هغه زړه کې علم نه راځي چې په هغه کې کبر او لويې وي، تواضع او عاجزي کوئ، د استاد قدر کوئ، د مدرسې قدر کوئ، د ملګرو قدر کوئ، په کار ده چې په تاسو طالبانو کې ډير ادب وي، د مدرسې د نظام ډير خیال ساتئ.» ياد مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 06:52:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی د کندهار په جهادي مدرسه کي وینا وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-16 05:24:22

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه تعالی د کندهار په جهادي مدرسه کي وینا وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button