EconomyKabulافغانستانپښتو

فضل‌الرحمن: افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی خو له پاکستانه سوداګر… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-16 09:23:13🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وايي، افغانستان له تېرو پنځوسو کلونو جګړو او ویجاړیو سره سره د اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی او بهرنۍ پانګونه په کې زیاتېږي؛ خو په پاکستان کې سوداګر خپلې پانګې بهرنیو هېوادونو ته وباسي. نوموړي د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستان سره د نږدې یو کال راهیسې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او له هند سره د پولو بندېدو د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. فضل‌الرحمان د افغانستان او پاکستان د اسعارو ارزښت ته په اشاره ویلي، چې پخوا د ۹۰۰ پاکستانۍ روپیو ارزښت له یو لک افغانیو سره برابر و؛ خو اوس د یوه امریکايي ډالر ارزښت شاوخوا ۶۵ تر ۷۰ افغانیو او ۲۸۰ پاکستانۍ روپیو ته رسېږي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې له نړۍوالو سوداګرو سره تړونونه کېږي او پانګونه مخ پر زیاتېدو ده؛ خو په پاکستان کې پانګه‌وال د پانګونې لپاره زړه نه ښه کوي، چې د نوموړي په وینا، دا د اندېښنې وړ موضوع ده. د جمعیت علمای اسلام مشر د خیبر پښتونخوا په اړه د بېړني حالت او والي د واکمنۍ پر احتمالي موخو هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د دغو اقداماتو موخه د یاد ایالت د کاني زېرمو ترلاسه کول…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 09:23:13

مهالوېش

  1. Pajhwok

    فضل‌الرحمن: افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی خو له پاکستانه سوداګر خپلې پانګې وباسي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-16 13:53:01

فضل‌الرحمن: افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر لور روان دی خو له پاکستانه سوداګر خپلې پانګې وباسي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button