د شانګهای همکاریو سازمان مرستیال سرمنشي احمد سعید مرادزاده وايي، د افغانستان د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات یوازینۍ لار ده. نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په مسکو کې د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې کړې دي. هغه ویلي، په افغانستان کې د نړۍوالو وسلهوالو ډلو فعالیتونه لاهم دوام لري او دغه ډلې هڅه کوي چې بېثباتي او افراطي اېډیالوژۍ د منځنۍ اسیا ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي. سرګي لیبیدیف د نشهيي توکو قاچاق او تر پولو پورې غځېدلي جرمونه دویم جدي ګواښ بللی دی. هغه ویلي، سره له دې چې طالب چارواکو ځینې محدودیتونه لګولي، د مصنوعي نشهيي توکو او تریاکو پټ تولید او د قاچاق لارې لاهم فعالې دي. د هغه په وینا، له دغه فعالیتونو ترلاسه کېدونکي عواید د وسلهوالو ډلو د پټو شبکو په تمویل کې مرسته کوي. د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو ټولنې سرمنشي وايي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان دریځ عملي او دوامداره دی او د کابل منزوي کول ښايي د ناورین او د کورنیو او بهرنیو جګړو د نوي پړاو لامل شي. بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، داعش غواړي له افغانستان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټولشموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
منابع
Afghan sources
د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټولشموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده