کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر مولوي ګلحسن حسن پاکستان تورن کړی چې د اسلامي امارت وسلهوالو مخالفینو ته یې پناه ورکړې او د داعش ډلې فعالیتونو ته یې زمینه برابره کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد اوس د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ته اصلي ګواښ دی. نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډه غونډه کې کړې دي. حسن ویلي چې اسلامي امارت د منځنۍ اسیا، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي او په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان کورنی امنیت ښه شوی دی. د هغه په وینا، د اسلامي امارت امنیتي ادارو په افغانستان کې د داعش ډلې مرکزونه او د دې ډلې مشران په نښه کړي دي او له منځه وړي دي. نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت امنیتي ادارو او دفاع وزارت په تېرو پنځو کلونو کې د وسلهوالو ډلو د کنټرول او د پولو د امنیت ټینګښت برخو کې د سیمې له هېوادونو سره همکاري کړې ده. په روسیه کې د اسلامي امارت سفیر ویلي چې په دې موده کې د پولو د امنیت په اړه د تاجکستان، ترکمنستان،…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی
Sources
Afghan sources
روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی