EnglishKabulافغانستانامنیت

ټرمپ: د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خونو د اوکراین بریدونه شرموونکي دي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-16 14:13:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴تله ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خونو د اوکراین له لوري د بریدونو بیا پیلېدل غندلی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه نړۍ کې د تېلو د بیو لوړېدو لامل کېږي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ دغه څرګندونې د اوکراین له‌ لوري د مسکو سوېل‌ختیځ کې د «روس‌نفت شرکت» د تېلو پر یوې تصفیه‌خونې له برید وروسته، له «نیوزمکس» خبري شبکې سره په مرکه کې کړې دي. ټرمپ ویلي: «د هغه (اوکراین) ټول کار دا دی چې د نړۍ د تېلو بیې لوړې کړي. زما په نظر، دا یو شرموونکی کار دی.» هغه زیاته کړې چې د تېلو پر تصفیه‌خونو بریدونه په داسې حال کې چې امریکا او نړۍ دواړه د سون‌ توکو ته اړتیا لري او دا د نړۍ په ګټه نه دي. روسیې هم د جګړې پر مهال د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو په ګډون د برېښنا پر بندونو پراخ توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې د رویټرز د راپور له مخې، له امله یې د سلګونو زرو خلکو برېښنا پرې شوې ده. زلنسکي فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د اوکراین صبر نور پای ته رسېدلی دی. رويټرز لیکلي، د ټرمپ حکومت هڅه کوي د اوربند یوې هوکړې ته د رسېدو او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي؛ هغه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-16 14:13:17

Timeline

  1. Pajhwok

    ټرمپ: د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خونو د اوکراین بریدونه شرموونکي دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-16 18:43:00

ټرمپ: د روسیې د تېلو پر تصفیه‌خونو د اوکراین بریدونه شرموونکي دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button