کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): په هرات کې د ټاپي پروژې د شاوخوا ۲۸،۷ کیلومتره فرعي ګاز نللیکې مسیر او حریم او د ګاز د وېش شبکو ساحې د تخنیکي غونډو او ساحوي ارزونو په پایله کې تثبیت شوې دي. د امارتي شرکتونو ویاند محمدنبي بهار وایی، دغه تخنیکي غونډې او څو ورځنۍ ساحوي ارزونې د افغان ګاز امارتي شرکت د اجراییوي رئیس مولوي اخترمحمد منصور په مشرۍ ترسره شوې دي. د هغه په وینا، د پلان له مخې به د هرات د زندهجان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې، چې د ټاپي پروژې لومړنی “افټېک سټېشن” او د ګاز د تنظیم او وېش شبکه به پهکې جوړېږي، د ۲۰ اینچه قطر او شاوخوا ۲۸،۷ کیلومتره په اوږدوالي یوه فرعي ګاز نللیکه وغځول شي. بهار وایي، د دې نللیکې له لارې به طبیعي ګاز د هرات اوسني صنعتي پارک، استوګنیزو سیمو او د سياېنجي (CNG) ګاز د تولید ځانګړو تاسیساتو ته ولېږدول شي. د ده د معلوماتو له مخې، د هرات اوسنی صنعتي پارک شاوخوا زر هکټاره مساحت لري او نږدې ۱۴۰۰ فابریکې پهکې فعالیت کوي. هغه وایي، د پروژې په چوکاټ کې به د هرات نوي صنعتي پارک ته هم، چې د شاوخوا ۹۱۰۰ هکټاره ځمکې پر مساحت د جوړېدو په حال کې دی، د طبیعي ګاز د لېږد زمینه برابره شي. د بهار په وینا، دغهراز به د عزیزي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نللیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې
منابع
Afghan sources
هرات کې د ټاپي د فرعي ګاز نللیکې مسیر او د وېش شبکو ساحې تثبیت شوې