Developmentافغانستانخوستدری

خوست کې د نږدې ٧ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار درېیمې ناحیې… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-16 18:52:16🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د خوست ښاروالۍ اړوند د درېیمې ناحیې اداري ودانۍ د ۶ میلیونه، ۷۰۷ زره افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د خوست ښاروالۍ د درېیمې ناحیې انجنیر ابراهیم باختر اژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ د ښاروالۍ له بودیجې څخه د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې دوه پوړه، یوه تل خوانه او شپږ اداري خونې لري. په همدې حال کې، د درېیمې ناحیې مدیر نسیم جان ملګري وویل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د یادې ناحیې اداري کارکوونکو او مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د اداري چارو د ترسره کولو بهیر به چټک شي. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې د درېیمې ناحیې ادارې له لومړۍ او دویمې ناحیې سره په یوه پخوانۍ ودانۍ کې ګډ فعالیت کاوه، چې له امله یې د کارکوونکو او مراجعینو د تګ راتګ په برخه کې ستونزې او اضافي لګښتونه رامنځته کېدل؛ خو اوس به د نوې ودانۍ په جوړېدو سره دغه ستونزې تر ډېره حل شي. ورته مهال د خوست ښار یوه اوسېدونکي ذکي باختر اژانس ته وویل، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د درېیمې ناحیې کارکوونکي وکولای شي د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او اړوندې اداري چارې په ښه او منظم ډول ترسره کړي. د یادونې وړ ده، چې د خوست ښاروالۍ د ښاري پراختیا، ښکلا او ښاریانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګڼې پروژې پلې کړې او یو شمېر نورې یې تر کار لاندې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-16 18:52:16

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خوست کې د نږدې ٧ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار درېیمې ناحیې ته اداري ودانۍ جوړه شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-16 14:27:46

خوست کې د نږدې ٧ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار درېیمې ناحیې ته اداري ودانۍ جوړه شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button