افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې له دې وروسته به د پولیسو (شرطې) ځواکونو سرغړونې ونه زغمل شي. هغه وویل، له دې وروسته که هر چا له قانونه سر وغړاوه، له بېلابېلو لارو به یې د پوهولو او خبرولو لپاره سپارښتنه وشي،خو که دا کار دوام ومومي، لوړپوړی مسؤل دنده لري چې د قانون پر بنسټ سرغړونکي کس ته سزا ورکړي. د سراجالدین حقاني په وینا، دا قانون لومړی باید د کورنیو چارو وزارت پر خپلو ځواکونو پلی شي چې پر نورو د پلي کېدو لاره برابره کړي. په تېر کې داسې قضیې راپور شوې وې چې د طالبانو حکومت پولیس ځواکونه یې له خلکو سره په چلند کې پر خپلسرۍ یا له زیات تشدد نه پر ګټې اخیستلو تورنول. په ځينو سیمو کې د خپلسرو ډزو او له امله یې د مرګژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي وو. د پلازمېنې کابل په ګډون ښارونو کې لا هم په شخصي جامو کې پر دندو ولاړ وسله وال لیدل کېږي چې د پولیسو څوکۍ کوي. همدغلته په کابل کې همدا تېرو څو میاشتو کې د ځینو مرموزو وژنو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. کتونکو وايي، د مسلکي او معياري حقوقي زدهکړو نشتوالی، د سواد ټیټه کچه، له قوانینو ناخبري او ذوقي چلند د طالبانو حکومت د پولیسو پر وړاندې ترټولو لویې ننګونې دي. سربېره پر دې،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
حقاني: له قانونه سرغړونکو پولیسو ته به سزا ورکړل شي – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
حقاني: له قانونه سرغړونکو پولیسو ته به سزا ورکړل شي – BBC News پښتو