Englishافغانستانامنیت

طالبانو د ۴ پخوانیو امنیتي ځواکونو وژل کېدل تایید کړل خو وایي دوی… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-16 22:34:55🎙 Listen to radio

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما په تازه راپور کې د مخکینیو امنیتي سرتېرو د وژنو او لسګونه کسانو د نیول کېدو په اړه وړاندې شوې شمېرې تایید کړې. هغه په ورته مهال، د وژنو لامل «شخصي بدۍ» او د یوناما له‌خوا یادې شوې «خپلسرې» نیونې «قانوني» وبللې. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور په دې مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د تلې ۲۴مه) خپره شوې، وویل: «افغانستان باندې چې د طالبانو کوم حکومت دی باید د پاکستاني طالبانو ملاتړ پرېږدي. څوک چې زموږ دښمن دی هغوی ته پناه مه‌ورکوئ، هغوی له خپل ملک څخه وشړئ، زموږ له تاسو سره هېڅ ستونزه نه‌شته او هر څوک چې بارډر [ډیورند کرښه] باندې راځي، موږ به یې سخت چیک کوو». طالبانو تازه د ثمر هارون بلور دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په پاکستان کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ګڼلې وه او په ډاګه یې ویلي وو، چې هېڅ فرد یا ډلې ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. ثمر هارون بلور همدا راز زیاته کړې، چې په پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال به هم شړل کېږي او هر هغه افغان چې په دغه هېواد کې په جرمونو ککړ وي،‌ نور به ورته د‌ پاکستان ویزه هم نه‌ورکول کېږي. نوموړې…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-16 22:34:55

Timeline

  1. AF International

    طالبانو د ۴ پخوانیو امنیتي ځواکونو وژل کېدل تایید کړل خو وایي دوی په‌کې ملامت نه‌دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-16 20:00:22

طالبانو د ۴ پخوانیو امنیتي ځواکونو وژل کېدل تایید کړل خو وایي دوی په‌کې ملامت نه‌دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button