Kabulافغانستانامنیتدری

د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ هېڅ نوماند د امنیت شورا د ټولو… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-17 04:32:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو لپاره د امنیت شورا په تازه غیررسمي رایه‌اچونه کې له اوو نوماندانو هېڅ یوه د دغې شورا د ویټو حق لرونکو پنځو دایمي غړو بشپړ ملاتړ نه دی ترلاسه کړی او ښايي دې څوکۍ ته نوي نوماندان هم ورمعرفي شي. اسوشېټېډ پرېس (AP) خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پټه رایه‌اچونه د جمعې په ورځ ترسره شوې او پایلو یې ښودلې چې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه، لا هم د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي پر ټاکلو هوکړې ته نه دي رسېدلي. د راپور له مخې، که اوسني نوماندان د دغو پنځو هېوادونو ملاتړ ترلاسه نه کړي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ لپاره سیالۍ ته د نویو نوماندانو د ورګډېدو امکان هم شته. ټاکل شوې ده چې نوی سرمنشي د انتونیو ګوترېش ځای ونیسي، چې نږدې لس کاله یې د ملګرو ملتونو مشري کړې ده. د اسوشېټېډ پرېس د معلوماتو له مخې، د امنیت شورا ۱۵ غړو د تېرو پنځو غیررسمي رایه‌اچونو په څېر، دا ځل هم د اوو نوماندانو په اړه د ملاتړ، مخالفت او نظر نه څرګندولو رایې ورکړې دي. خو په دې رایه‌اچونه کې د لومړي ځل لپاره د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو د رایو د بېلولو لپاره سرې رایپاڼې کارول شوي، څو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-17 04:32:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ هېڅ نوماند د امنیت شورا د ټولو دایمي غړو ملاتړ تر لاسه نه کړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 08:59:40

د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ هېڅ نوماند د امنیت شورا د ټولو دایمي غړو ملاتړ تر لاسه نه کړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button