EnglishHealthKabulافغانستان

د مکسیکو په ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۱۶ کسان ژغورل شوي… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-17 05:27:25🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د امریکا ساحلي ګارډ وايي، د مکسیکو د کالیفورنیا د باخا ایالت په ساحل کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې ۱۶ سپرلي یې ژغورل شوي او ۱۱ نور نادرکه دي. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه پرون د مکسیکو د انسنادا ښار شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره لوېدیځ لوري ته شوې ده. د امریکا د ساحلي ګارډ چارواکو ویلي، وروسته له هغه چې له ډوبېدونکې کښتۍ د بېړنۍ مرستې پیغام ترلاسه شو، د ژغورنې یوه چورلکه سیمې ته واستول شوه او شاوخوا دوه ساعته وروسته ورسېده. د امریکا د ساحلي ګارډ یوه چارواکي، سانتیاګو تامبوریني ویلي چې له اوبو څخه د ۱۶ کسانو د ژغورنې عملیات شاوخوا ۹۰ دقیقې وخت نیولی دی. د چارواکو په وینا، ټول ژغورل شوي کسان د مکسیکو وګړي دي چې په چورلکه کې د امریکا د کالیفورنیا ایالت سن‌ډیاګو ښار ته لېږدول شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته سپارل شوي دي. د راپور له مخې، د ژغورل شوو کسانو له ډلې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی او یو بل کس د شارک د احتمالي برید له امله تر درملنې لاندې دی. د امریکا ساحلي ګارډ او سمندري ځواکونه د چورلکو، الوتکو او پوځي بېړیو په کارولو سره د ۱۱ ورکو کسانو د لټون عملیاتو ته دوام ورکوي. امریکايي چارواکو ویلي، تر اوسه د کښتۍ ډوبېدو لامل، ډول، د…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-17 05:27:25

Timeline

  1. Pajhwok

    د مکسیکو په ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۱۶ کسان ژغورل شوي او ۱۱ نور نادرکه دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 09:56:11

د مکسیکو په ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه؛ ۱۶ کسان ژغورل شوي او ۱۱ نور نادرکه دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button