کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی په نږدې راتلونکي کې کابل ته راشي. د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون (جمعه) ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه به ډېر ژر د الکسي اوورچوک په مشرۍ د روسیې یو لوی او لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه د ډلهییز امنیت تړون سازمان (CSTO)، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو(CIS) او د شانګهای همکاریو سازمان(SCO) په کنفرانس کې کړې دي. هغه ویلي چې دغه سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږي. کابلوف زیاته کړې چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده. د هغه په وینا، د روان میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه برابره شوې ده. کابلوف ویلي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اوسنی حجم د نورو هېوادونو په پرتله لږ دی، خو دغه زیاتوالی د افغانستان لپاره، چې د بیارغونې او پرمختګ پر لور روان…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي
Sources
Afghan sources
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي