افغانستانامنیتدریکندهار

د «القول المبین في توضیح کلام أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه» کتاب چاپ… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-17 06:57:03🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لوړو زده کړو وزارت له لوري د «القول المبین في توضیح کلام أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه» تر سرلیک لاندې ۴۶۲ مخیز علمي اثر چاپ شو. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په یاد اثر کې چې د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست له لوري یې د چاپ او ترتیب چارې ترسره شوې دي او د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په اهتمام او د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د علمي مرستیال په هڅو ترتیب شوی دی؛ د کندهار پوهنتون په هغه علمي غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه دوه ساعته علمي او تاریخي وینا په تفصیلي او تشریحي بڼه رانغښتل شوې او توضيح شوې ده، چې ۲۶۰۰ تنو علماء کرامو او د پوهنتونونو استادانو پکې د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه سره بیعت کړی و.یاد کتاب د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله تعالی ورعاه د وینا مهم مطالب په مستند او علمي ډول تشريح او توضیح کوي، چې په ۴۶۲ مخونو کې په ډېر ښکلي صحافت او ډيزاین سره ترتیب او چاپ شوی دی.دا کتاب د اسلامي فکر، دعوت، قیادت، اصلاح او امت جوړونې په باب یو علمي او روزنيز اثر دی، چې د قرآن كريم له آيتونو، نبوي احاديثو، د سلفو له اقوالو او د معتبرو علمي مراجعو له استناد سره یې د وينا مقاصد روښانه کړي او لوستونکي ته یې د فهم او تدبر نوې دروازې پرانيستې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-17 06:57:03

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د «القول المبین في توضیح کلام أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه» کتاب چاپ شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-17 05:52:55

د «القول المبین في توضیح کلام أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه» کتاب چاپ شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button