Politicsافغانستانپښتوهرات

ایران غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا او چین سره ټرانزیټي اړیکې پراخې کړي

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-17 09:55:49🎙 راډیو واورئ

د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیرې همداراز د دې امکان یادونه کړې، چې د ایران د اوسپنې پټلۍ کرښه د قرغزستان تر پولې پورې وغځول شي. زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران اسلامی جمهوریت د سړکونو او ښارجوړونې وزیره وايي، د افغانستان، ایران او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د اړیکو پراختیا کولای شي د سیمه‌ییز ټرانزیټ ظرفیت لوړ او د ترانسپورټي شبکو ترمنځ د نښلېدو زمینه برابره کړي. د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیرې، ډاکټر فرزانه صادق، دغه څرګندونې په قزاقستان کې د ټرانس‌افغان دهلېز یا کریډور په اړه په یوې تخصصي غونډې کې کړې دي. نوموړې ویلي، د ایران، افغانستان او ازبکستان درې‌اړخیز نوښت او د هرات تر کرښې پورې د ایران د اوسپنې پټلۍ پراختیا د سیمه‌ییز ټرانزیټ له مهمو ظرفیتونو څخه دي. د نوموړې په وینا، د ټرانس‌افغان دهلېز د نیمګړو برخو بشپړول او د ایران د اوسپنې پټلۍ شبکې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره نښلول، د سیمه‌ییزو ټرانسپورټي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لرلای شي. هغې زیاته کړې، چې د دغو شبکو نښلول کولای شي له چین سره هم د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا او د سیمې د ټرانزیټي ظرفیت د لوړولو زمینه برابره کړي. د ایران د سړکونو او ښارجوړونې وزیرې د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اړوندو پروژو پر تعقیب او پراختیا ټینګار کړی دی. بلخوا د سیاسي…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-17 09:55:49

مهالوېش

  1. Parstoday

    ایران غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا او چین سره ټرانزیټي اړیکې پراخې کړي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-17 09:50:01

ایران غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا او چین سره ټرانزیټي اړیکې پراخې کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button