د طالبانو امربالمعروف وزارت ویلي، چې خپلو محتسبینو ته یې ۱۰۰ عرادې موټرسایکلونه وېشلي، چې موخه یې د کارونو چټکول، د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او د منکراتو مخنیوی ښودل شوی دی. دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کې پانګونه زیاته شي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوهګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.» د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و. خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه په خورا بېوزلۍ کې اوسېدل. د راپور له مخې، په افریقا کې د صحارا دښتې سوېل…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو ته ۱۰۰ عرادې موټرسایکلونه وېشلي
منابع
Afghan sources
طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو ته ۱۰۰ عرادې موټرسایکلونه وېشلي