Englishافغانستانامنیت

ملګري ملتونه: راستانه شوي افغانان له لوږې، طبیعي پېښو او ګڼو ناورینونو سره… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-17 10:40:40🎙 Listen to radio

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یونسیار) وايي، افغانستان کې کورني بې‌ځایه شوي او راستانې شوې کورنۍ همهاله له لوږې، طبیعي پېښو او ګڼو نورو ناورینونو سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي، راپورونه ښيي چې فرانسې له طالب چارواکو سره د هغو افغانانو د مستقیمې شړنې د اسانتیا لپاره «تخنیکي» خبرې پیل کړې دي چې امنیتي ګواښونه بلل کېږي یا په فرانسه کې د قانوني اقامت اسناد نه لري. د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې فرانسه د عامه امنیت د ساتنې او د جدي جرمونو د عاملانو د محاکمه کولو حق او مسوولیت لري، خو د کډوالو شړل باید د عدالت بدیل نه شي او د هغو کسانو بېرته ستنول توجیه نه کړي چې په خپل هېواد کې له ځورونې او شکنجې سره مخ کېدای شي. د دغه سازمان په وینا، د هر کس قضیه باید په عادلانه قانوني بهیر کې په جلا توګه وڅېړل شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هېڅوک داسې هېواد ته نه ستنېږي چې هلته یې ژوند او ازادي له ځورونې، شکنجې، خپل‌سرو نیونو یا ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکي چلند سره مخ وي. دغه سازمان زیاته کړې چې د هغو شرایطو پر لور د خلکو بېرته لېږل چې افغانان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي، د بې‌ځایه کېدو ستونزه نه حل کوي، بلکې دغه…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-17 10:40:40

Timeline

  1. AF International

    ملګري ملتونه: راستانه شوي افغانان له لوږې، طبیعي پېښو او ګڼو ناورینونو سره مخ دي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-17 08:00:45

ملګري ملتونه: راستانه شوي افغانان له لوږې، طبیعي پېښو او ګڼو ناورینونو سره مخ دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button