Developmentافغانستانبغلاندری

بغلان کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو سړکونو د کانکرېټ‌… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentبغلان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-17 18:57:08🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو فرعي سړکونو د کانکرېټ‌ کولو چارې پیل شوې. د پلخمري ښاروال مولوي عبدالغفور سیرت باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه پروژه کې د بغلان د استخباراتو ادارې مخې ته سړک، د دارالمعلمین سړک، د بند برق له لومړي پله څخه د نساجۍ کلب پورې سړک او د کلیو بیارغونې او پراختیا سړک شامل دي. د نوموړي په وینا، د یادو سړکونو ټول اوږدوالی یو زر ۵۰۰ متره دی او د جوړولو چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي. هغه د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د یادې پروژې د تطبیق له بهیر او د معیارونو له رعایت څخه به څارنه وکړي. په همدې حال کې، د پلخمري ښار یو شمېر اوسېدونکو د یادې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې تر دې وړاندې د یادو سړکونو د خرابوالي له امله د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

اطلاعات کوتاه

مکانبغلان
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-17 18:57:08

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بغلان کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو سړکونو د کانکرېټ‌ کولو چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-17 16:04:34

بغلان کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو سړکونو د کانکرېټ‌ کولو چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button