Englishافغانستانامنیت

اسرائیلي مېشتېدونکو لوېدیځه غاړه کې د زیتون حاصل ټولولو پر مهال پر فلسطینیانو… — Bbc

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-17 20:03:22🎙 Listen to radio

د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتون د کلني حاصل ټولولو پر مهال لسګونو مخ پټو اسرائیليانو پر فلسطینیانو بریدونه کړي دي. بریدګرو د ځايي خلکو موټرو او د زیتون ونو ته اور اچولی دی. د بي بي سي یوې خبري ډلې د "ابو فلاح" فلسطیني کلي ته څېرمه په کرنیزو ځمکو کې له څو بریدونو یو یې په خپلو سترګو لیدلی دی. یوه سیمه ییز چارواکي ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۲ فلسطینیان ټپیان شوي چې څلور یې فلسطیني الاصله امریکایان دي. په ټپیانو کې یوه بهرنۍ خبریاله هم شته. ملګري ملتونه وايي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې د تاوتریخوالي ډکو اسراییلي میشتېدونکو د بریدونو کچه د تېر کال د زیتون ټولولو د ټول فصل په پرتله زیاته وه. لوېدیځه غاړه کې اوس خلکو زیتون ټولول چټک کړي دي. له لمر ختلو سره سم او د یهودي مېشتېدونکو تر برید وړاندې، د ونو میوې په ډېرې چټکۍ سره راټولېږي. د بي بي سي خبرياله چې سیمې ته تللې وايي، په یوه نږدې بڼ کې، یې ولیدل چې لسګونو کروندګرو د برېښنايي وسایلو په کارولو سره تر خپله وسه په خورا چټکۍ سره ونې څنډلې خو پر یوې سترګې یې پورته غونډۍ ته کتل، هلته چې په یوه نوې ناقانونه جوړه شوې پوسته کې د ښارګوټي مېشتو یوه ډله لا دمخه راټوله شوې وه…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-17 20:03:22

Timeline

  1. Bbc

    اسرائیلي مېشتېدونکو لوېدیځه غاړه کې د زیتون حاصل ټولولو پر مهال پر فلسطینیانو برید کړی – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-10-17 15:11:14

اسرائیلي مېشتېدونکو لوېدیځه غاړه کې د زیتون حاصل ټولولو پر مهال پر فلسطینیانو برید کړی – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button